کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلی، هرات کې د زلزلو له امله زیانمنې شوې زرګونه کورنۍ چې سرپناوو ته اړتیا لری، نه هېروی او هڅه کوی چې د اوسېدو لپاره ورته مناسب کورونه جوړ کړی.
دغې ادارې زیاته کړې، لا هم زرګونه کورنۍ په خېمو کې ژوند کوی او اوسېدو لپاره خوندی سرپناوې نه لری.
اوچا ویلی شپږ میاشتې وړاندې د زلزلو دریو زورورو ټکانونو په هرات کې ۴۰ زره کورونه ویجاړ او دوه لکه ۷۵ زره کسان یې زیانمن کړل.
د دې ادارې په وینا زرګونو زلزله ځپلو سره یې مرستې کړی او دا بشری مرستې لا هم دوام لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ