د افغانستان او سریلانکا الف لوبډلې د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۱مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان او سریلانکا کرکټ الف لوبډلو ترمنځ د روانې اپریل میاشتې په ۲۸مه نېټه د یو ورځنیو او څلور ورځنۍ سیالۍ لوبلړۍ ترسره شی.

افغان کرکټ بورډ ویلی، لومړی به د دواړو هېوادونو الف لوبډلې د ۵ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د اپریل په ۲۸مه نېټه پیل کړی او بیا به یوازینۍ تېسټ سیالۍ وکړی چې د مې میاشتې تر ۱۴مې نېټې به دوام وکړی.

د یو ورځنیو سیالیو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ په اعلان شوې لوبډله کې ریاض حسن، عبدالمالک ذبید اکبری، شاهدالله کمال، بلال ترین، دروېش رسولی، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، محمداسحاق رحیمی، ننګیالی خروټی، فرمان الله ساپی، قیس احمد، ضیااکبر، سلیم ساپی، عبدالرحمن او بلال سمیع شامل شوی دی.

دغه راز د څلو ورځنیو سیالیو په لوبډله کې بیا عبدالمالک، احسان الله جنت، عمران میر، بهیرشاه محبوب، رحمن الله ځدراڼ، اعجاز احمد مهری، اکرم علیخل (لوبډلمشر)، عبدالهادی، محمدطاهر عادل، عبدالله تره خیل، خلیل ګربز، ضیا اکبر، ابراهیم عبدالرحیمزی، نوید ځدراڼ، نسیم منګل او سعید شېرزاد اخیستل شوی دی.

دا به په روان زېږدیز کال کې د افغانستان الف لوبډلې لومړنی بهرنی سفر وی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.