د نېکمرغه کوچنی اختر په مناسبت د ګهیځ ټولنې د مبارکۍ پیغام

دا دی د روژې د مبارکې میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته د نېکمرغه کوچنی اختر مبارکو ورځو پړاو پیل شو، لوی الله دې وکړی چې زمونږ ټول عبادات او طاعات یی په خپل دربار کی قبول کړی وی. د خوښۍ ځای دی چې پدې وروستیو کې مو په هېواد کې اخترونه او د خوښۍ ورځې د ویرلړلیو پېښو او غمېزو څخه تشې دی او هېواد وال مو د آرامۍ په فضا کې خپل اخترونه لمانځی؛ الله دې وکړی چې دا امنیت مو په هېواد کې تل پاتې وی .
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او کارکونکی پداسې حال کې چې د نېکمرغه کوچنی اختر د را رسېدو له امله خپلو درنو هېوادوالو په تېره بیا قدرمنو لیکوالو او ژورنالیستانو ته د زړه له کومی مبارکی وایی، د الله تعالی په دربار کې دعا کوی چې د دې امنیت تر څنګ زمونږ ولس ته د علمی او تحقیقی پرمختګونو توفیق را په برخه کړی.
نن په یو وېشتمه پېړۍ کې د نړۍ هغه ولسونه سرلوړی دی چې کتاب لیکی او لولی، پداسې حال کې چې دا زمونږ د اسلامی دین لومړنی پیغام هم دی او مونږ باید تر نورو وړاندې د دې پیغام رسوونکی او عملی کوونکی وو، ترڅو وکولای شو پدې توګه له نړۍ سره برابره سیالی وکړو او خپل هېواد په علمی ډګر کې هم یو مثالی هېواد وګرځوو.
په درنښت
سردارمحمد دیندارخیل
د ګهیځ ټولنې مشر

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.