کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې پر اسراییلو د ایران له هوایی بریدونو وروسته ټاکل شوې نن د ملګرو ملتونو امنیت شورا بېړنۍ ناسته وکړی.
رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوترېش دغه بریدونه غندلی او ویلی یې دی، چې د سیمې په کچه د کړکېچ راولاړېدو خطر موجود دی.
بل لور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی، چې که امریکا، ناټو، اوکراین، فرانسه او اسټرالیا د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړی، نو دوی به بې له شکه د ایران ملاتړ وکړی.
ایران پر اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو ستر عملیات پیل کړی او چارواکو یې زیاته کړې، چې ژر به د اسراییلو دننه هم مهم اهداف په نښه کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ