د بین الافغانی خبرو ناکامېدل؛ خلیلزاد دواړه لوری پړه بولی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۲۳مه) خلیلزاد وایی د بین الافغانی مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دی.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې کړی. هغه وایی چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې دواړه لوری پړه دی.
د ده په وینا اشرف غنی له لومړی سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د ټولګډونه پلاوی په جوړولو کې یې میاشتې ځنډ راووست، د بندیانو په خوشی کولو کې یې په میاشتو میاشتو ځنډ ځڼډ وکړ، د هر څه پر وړاندې یې خنډونه جوړول او له وضعیت یې ناسمه محاسبه لرله.
خلیلزاد همدا راز وایی هېچا د پخوانی حکومت د سقوط غوښتنه نه کوله، خو د اشرف غنی تګ هر څه ګډوډ کړل.
نوموړی پر افغان پوځ هم نیوکه کړې، چې له دومره قربانیو سره سره یې، پر خپلې موخې باور نه درلود. زیاتوی چې یوازې د امریکا تر حضور پورې یې جګړه وکړه او تر هغه وروسته له هر څه په شا شول.
خلیلزاد ټینګار کوی چې امریکا په افغانستان کې د خبرو له لارې د یوه ټولګډونه حکومت غوښتنه کوله، خو د افغان حکومت او طالبانو ناغېړیو دا هر څه ګډوډ کړل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.