پاکستان کې د تندر لوېدو په پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری۲۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې د تندر لوېدو په وروستیو پېښو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.

پاکستانی چارواکو ویلی، چې د تندر لوېدو له امله ۲۱ کسان په پنجاب او ۵ نور په بلوچستان کې مړه شوی دی.

په پاکستان کې په یوه ورځ د تندر لوېدو پېښو کې د دومره کسانو وژل کېدل بې ساری بلل شوی دی.

د چارواکو په خبره په یادو سیمو کې تر نیم ساعت سخت باران وروسته په بېلابېلو سیمو کې تندرونه لوېدلی دی.

د یادولو وړ ده چې پاکستان کې د هوا پېژندنې ادارې روانه اونۍ د سختو اورښتونو وړاندوینه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.