وروسته تر دې چې اسراییلو د روژې په میاشت کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې د ایران پر یوه ډیپلوماټیک مرکز برید وکړ او څو ایرانی پوځی افسران یې ووژل، په سیمه کې د خونړۍ جګړې او پر یو بل د غچ اخیستنې د بریدونو اندېښنه زیاته شوه او بیا د روان لمریز کال د وری په ۲۵مه نېټه ایران هم پر اسراییلو هوایی او توغندویی بریدونه وکړل او پدې توګه په سیمه کې د کړکیچ او تاوتریخوالی روانه څپه نوره هم پراخه شوه او دا دی د خبری سرچینو د وروستیو رپوټونو په اساس د اسراییلو جنګی کابینې پرېکړه کړې چې د ایران د بریدونو غچ به اخلی.
دا چې دا د غچ اخیستنې لړۍ به تر کومه دوام وکړی، له ایران نه به د اسراییلو غچ په څه ډول وی، اړخونه به یې څومره پراخه وی او اغېزې به یې پر سیمه او نړۍ څه او کومې وی، هغه موضوعات دی چې لا یې هم اړخونه سم ندی څرګند شوی.
بل اړخ ته د فلسطین په نیول شویو سیمو د اسراییلو د وحشی او جنایت کاره ځواکونو پرله پسې بریدونه، ظلم او وحشت هماغسې روان دی او تر څنګ یې له دغه وحشی او ظالم یرغلګر څخه د امریکا او نورو لویدیځوالو پرله پسې ملاتړ او آن له اسراییلو سره د نویو او پرمخ تللیو وسلو مرسته هم ورځ تر بلې پراخه کچه خپلوی اما په مقابل کې یې د شا او خوا عربی ملکونه متأسفانه یا چوپه خوله ناست دی یا په پټه او ښکاره د اسراییلو ملاتړ کوی.
دا چې پر اسراییلو د ایران توغندویی او هوایی بریدونه څومره اغېزناک وو یا دا چې اسراییل او ورسره ملګری ملکونه به د ایران د دغه بریدونو په غبرګون کې څه وکړی، تر اوسه سمه څرګنده نده او یوازې د شنونکو د شننو او وړاندوینو تر حده پرې خبرې کېږی.
اما پدې ټولو کې دا یو ټکی ثابت دی چې د مینځنی ختیځ سیمه او نیول شوی فلسطین که نن یوې خواته د تاوتریخوالی او جګړو په اور کې سوزی نو بل اړخ ته د سیمې او په تېره بیا د ګاونډیو عربی هېوادونو د تاریخی غفلت او د دغه هېوادو د واکمنو د مزدورۍ او غلامۍ قیمت هم د خپلو شازلمو د وینو او دخپلو اولادونو د بدنونو د ټوټه ټوټه جسدونو په بیه پرې کوی.
پر اسراییلو د ایران د تېرې اونۍ تر برید وروسته مونږ ولیدل چې که یوې خواته اسراییل پر ایران د غچ اخیستنې د ځوابی اقدام ګواښ کوی، نو بل اړخ ته د سیمې یو شمېر عربی او اسلامی هېوادونه څه په مستقیم او څه په غیر مستقیم ډول هڅه کوی د اسراییلو په وړاندې د ایران دغه اقدام کمزوری، بې نتیجې او په ځینو مواردو کې ساختګی ښکاره کړی.
منو چې تر دې وروستیو پېښو وړاندې د اسلامی نړۍ د قضایاوو په اړه د ایران پرله پسې یو اړخیز دریځ پرته له شکه د اندېښنې او آن ځورونې سبب شوی او هېڅ با انصافه او آزاد وګړی نشی کولای هغه تأیید کړی؛ مګر دا هم یو تریخ حقیقت دی چې مونږ نن په اسلامی او عربی نړۍ کې داسې خپلواک ملک نه لرو چې د امریکا له اثر او اغېزو آزاد دې د وحشی او جنایت کاره اسراییلو په وړاندې ودرېږی او پر مظلوم او ځپل شوی فلسطینی ولس دې د دوی د ظلم او ناتار په وړاندې کم تر کمه یو آواز اوچت کړی.
د آزادو نړیوالو او په تېره بیا مسلمانانو هېر ندی چې که په نیول شوی فلسطین کې د دغه ځای د مسلمانانو له خوا د اسراییلی یرغلګرو په وړاندې د “اقصی توپان” عملیات نه وای پیل شوی نو نن به د سعودی عربستان په ګډون ډېرو عربی او اسلامی هېوادو له غاصبو اسراییلو سره کم تر کمه ډیپلوماټیکی اړیکې پیل کړې وې او د نیول شوی فلسطین او د نړۍ د مسلمانانو د لومړۍ قبلې موضوع به د هېچا هم په زړه نه وای.
نه یوازې دا چې آن همدا نن هم داسې راپورونه او خبرونه شته چې پر مظلومو فلسطینی وګړو د اسراییلی یرغلګرو له ټول ظلم او وحشت سره سره ځینی اسلامی او عربی هېوادونه یا په خپله خوښه یا د امریکا تر اغېزې لاندې هڅه کوی فلسطینی مجاهدین سره وویشې او هغوی د اسراییلو په وړاندې سرټیټولو ته اړ باسی.
پداسې یوه حالت کې ټولو اسلامی هېوادو او ټولو خپلواکو اسلامی جریانونو ته چې په رښتیا د اسلام او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ژغورنې هوډ لری، په کار ده چې تر دې زیات نور خپل مینځی اختلافات پر ځای پرېږدی، سره یو موټی شی او خپل ټول قوت په لومړی سر کې د اسراییلی یرغلګرو په وړاندې وکاروی او بیا د اسلامی نړۍ هغه تېر برم او عظمت را ژوندی کړی چې د نړۍ د جغرافیایی نقشې له یوه اړخ څخه یې تر بل اړخ پورې پر ملتونو واکمنی کوله او د اسلامی عدالت تر سیوری لاندې یې ولسونه سره متحد کړی وو. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ