د وزیرانو شورا اقتصادی مرستیال له کجکی بند څخه لدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۸مه نېټه):

د افغانستان حکومت د وزیرانو شورا مرستیال ملا عبدالغنی برادر هلمند ولایت ته د خپل سفر پرمهال له کجکی بند څخه لیدنه کړې چې په ترڅ کې یې د نوموړې پروژې د ترسره شوو چارو ستاینه وکړه او مسؤولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.

د هغه خبر پاڼې له مخې چې د وزیرانو شورا د اقتصادی مرستیال له دفتر څخه رسنیو ته رسیدلې راغلی چې ملا عبدالغنی برادر د کجکی بند پروژه ملی او حیاتی وبلله او په دې برخه کې د رامنځته شویو نوښتونو له امله یې د مسؤولینو د هڅو قدردانی کړی.

خبرپاڼه زیاتوی چې ملا برادر هیله وښوده چې سږ کال به په هېواد کې د ښو اورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شې او د کجکی بند په څېر زیاتره بندونه به له اوبو ډک شی.

د خبر پاڼې له مخې نوموړی دا هېله هم وښوده چې د سږ کال له اورښتونو سره به په هېواد کې کرنه هم وده وکړی او په هېواد کې به د برېښنا د تولید کچه هم لوړه شی.

د کجکی بند د هلمند ولایت په کجکی ولسوالۍ کې د هلمند پر سیند د موسمی سېلابونو د کنټرول، کرنیزو ځمکو د خړوبولو او برېښنا د تولید په موخه جوړ شوی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.