کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اطلاعات او کلتور وزارت خبر ورکړی، چې د دې تلوېزیونونو د خپرونو ځنډېدو پرېکړه یې د مکررو توصیو او اخطارونو وروسته کړې.
د دوی په وینا نور تلوېزیون له مکررو توصیو او اخطارونو سربېره ژورنالېستیکی اصول نه مراعتول، ملی او اسلامی ارزښتونه یې په پام کې نه نیول، قومی، ژبنی او سمتی تعصب ته یې لمن وهله او همدا راز د دواړو تلوېزیونونو د امتیاز خاوندان په هېواد کې شتون نه لری او په مسلسل ډول د نظام تخریب او پوچ تبلغات کوی.
د مسؤولینو په وینا د دغو لاملونو پر اساس پرېکړه وشوه چې د دې رسنیو دوسیه محکمې ته راجع شی او تر هغه وخته دې د دواړو تلوېزیونونو نشرات ځنډېدلی وی.
د یادونې وړ ده، چې دا پرېکړه پرون د رسنیو د سرغړونو کمېسیون ناسته کې شوې، چې د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په مشرۍ ترسره کېده.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ