کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۳۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د العربیه شبکې په راپور کې ویل شوی، چې د صهیونیستی رژیم پوځیان د غزې په جنوب کې له خان یونس ښار څخه له وتلو وروسته د غزې په شمال کې د بیت حنون له سیمې هم وتلی دی.
العربیه خبری شبکې زیاته کړې، اسراییلی پوځیانو له خپلو ټولو پوځی تجهیزاتو سره له بیت حنون سیمې شاتګ کړی او د شاتګ پر مهال یې ځینې فلسطینی وګړی هم نیولی دی.
د غزې له جنوب او شمال څخه د صهیونیستی رژیم پوځی اشغالګر په داسې حال کې په شا کیږی، چې د حماس د سیاسی دفتر یوه غړی ویلی، اسراییلو د غزې په شپږ میاشتنۍ جګړه کې هېڅ هم نه دی ترلاسه کړی.
نوموړی زیاته کړې، چې د عامو خلکو په نښه کول او د غزې د بنسټیزو تأسیساتو ویجاړول د اشغال د نه بریالیتوب ښودنه کوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ