هند کې د افغانستان په اړه د اسیایی هېوادونو غونډه کېږی

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۲۸مه) د هند په کوربه توب اسیایی هېوادونه په یوې غونډه کې پر افغانستان خبرې کوی.
د راپورونو له مخې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه له غونډې سره هم مهاله په نوی ډهلی کې د هند او پنځوو اسیایی هېوادونو ترمنځ غونډه کېږی.
په دې غونډه کې د هند، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان او قزاقستان د بهرنیو چارو وزیران ګډون کوی او د بحث مهمه موضوع به په افغانستان کې پر روان وضعیت ورټوله وی.
هندی رسنیو ویلی چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره پر بشری مرستو، له دغه هېواد سره پر اقتصادی همکاریو، د سیمې پر اتصال او د چابهار بندر پر فعالېدو او پراختیا خبرې کېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.