کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۳۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې CNN رسنۍ د امریکایی چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اسراییلو په یو شمېر ایرانی سایټونو راکټی بریدونه کړی دی.
یادو امریکایی چارواکو ویلی، چې له دغو بریدونو څخه د اسراییلو هدف د ایران اټومی او غیر نظامی تأسیسات نه دی.
بلخوا ایرانی مهر خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د دې بریدونو له کبله ځینې پروازونه هم ځنډېدلی دی.
فارس خبری اژانس هم ویلی، چې د اصفهان په شمال غرب شکاری اردو پوځی اډه کې د دریو چاودنو غږونه اورېدل شوی دی.
د ABC نیوز هم خبر ورکړی، چې اسراییلو په عراق او سوریه کې هم په یو شمېر اهدافو بریدونه کړی دی.
اسراییلو دغه بریدونه د ایران د تېرې یکشنبې ورځې بریدونو په ځواب کې شوی، چې ایران له وړاندې د اسراییلو له لوری ځوابی برید په کولو د بیا سخت غبرګون ښودلو خبردارۍ ورکړی وو.
د ایران او اسراییلو ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې، چې اسراییلی لوری په سوریه کې د ایران قونسلګری په نښه کړه.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ