کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ترکیې د پوهنې بنسټ د پلاوی غړی نوزات شیمشک چې کابل ته راغلی وایی، بنسټ یې هڅه کوی په افغانستان کې خپل ښوونیز فعالیتونه پراخ کړی.
نوموړی زیاته کړې، چې ډېری فعالیتونه یې په اسلامی هېوادونو کې دی او تمرکز یې د زده کړو زمینې پر برابرولو دی.
نوموړی ټینګار کوی چې په نږدې راتلونکی کې به د افغانستان په څو لرې پرتو ولایتونو کې هم ښوونځی او زده کړو مرکزونه پرانیزی.
هغه زیاتوی چې د بنسټ د فعالیتونو موخه یې په افغان ټولنه کې د نویو زده کړو برابرول دی.
بل لور ته یو شمېر ښوونکی وایی، ترکیه کولی شی له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې ښه همکاری وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ