ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) امریکا په پاکستان کې د اسلامی هېوادونو د همکاریو سازمان له پرېکړو هرکلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټوماس وېسټ پر ټویټر خپاره کړی پیغامونو کې ویلی، چې په ټوله کې د اسلامی همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه د دغه سازمان له پرېکړو هرکلی کوی.
دی وایی امریکا د دې ملاتړې ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشی او په دې اړه د اسلامی هکاریو سازمان پرېکړې او غوښتنې د پام وړ دی.
وېسټ دغه راز دا چاره هم ستایلی چې د اسلامی همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه ځانګړی استازی ګوماری او هغه به له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو د همغږی کولو او تنظیم مسوولیت لری.
گهیځ