کابل کې د افغان – قزاق ګډ نندارتون جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان بین المللی نندارتون مرکز خبر ورکړی چې د روانې غویی میاشتې په پنځمه نېټه به کابل کې د افغانستان او قزاقستان د لسګونو شرکتونو په ګډون د افغان – قزاق ګډ نندارتون پیل شی.

یاد مرکز ویلی، د دې نندارتون لپاره چمتووالی روان دی، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبری یې هم له چمتووالی څخه څارنه کوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې نندارتون د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز مرستې ډاډ ورکړی دی.

دغه نندارتون کې به د دواړو هېوادونو د شاوخوا ۸۰ شرکتونو تولیدات نندارې ته وړاندې شی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.