ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د اسلامی امارت لوی درستیز قاری فصیح الدین فطرت پر خپل ټویټر لیکلی، دا دویم ځل دی چې، د پرځېدلی حکومت لومړی مرستیال امرالله صالح او دفاع وزیر بسم الله محمدی ور ته د خپلو هغو شتمنیو ،چې په کابل کې ترې پاتې دی، د ساتلو پیغامونه را استوی.
هغه وایی پیغامونه ور ته د یوه قومی مخور پر مټ رسېږی.
فطرت بسم الله او صالح ته په خطاب کې ویلی، دوی څومره د دنیا په متاع مړه او غمجن دی.
ښاغلی فطرت روښانه کړې چې، له دوی تر اوسه ۱۲ د تېلو ټانکونه، ۷ د خرڅلاو موټرې او ټرانسپورټی شرکتونه، ۶۱ بلډنګونه، ۱۱ سرایونه، دوه خصوصی غږیزې او انځوریزې رسنۍ او په پلازمېنه کابل کې ۹ خالی نمرې له اسلامی امارت سره ثبت شوی دی.
گهیځ