کابل-ګهیځ نیوز( د ثور لومړۍ نېټه):
ګهیځ نیوز ته د پوهنې ریاست له لوری په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د ریاست د اساسی او ثانوی زده کړو عمومی مدیریت لخوا د ننګرهار ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په تالار کې د ۷ سوه تنه زده کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
د ازموینې په پیل غونډه کې چې د پوهنې ریاست اړوند یو شمېر استازو برخه لرله، د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال په کې د ازموینې ګډونوالو ته د بشپړې روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکړ.
د مسؤولینو په وینا یاده ازموینه کې ټول ټال ۷ سوه تنو زده کوونکو نوم لیکنه کړې وه، چې له ډلې یې ۳ سوه تنه د یوولسم، ۲۱۰ تنه د لسم٬ ۱۳۰ تنه د نهم٬ ۳۵ تنه د اتم او ۲۵ تنه د اووم ټولګیو لپاره ځانونه ثبت کړی وو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ