کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اېرنا خبری آژانس د ایرانی چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د وېستلو بهیر درې برابره چټک شوی دی.
په راپور کې ویل شوی، چې د نوی کال په لومړیو ورځو کې د ایران له پارکونو څخه څه باندې ۸ زره غیر قانونی افغان کډوال نیول شوی دی.
د وګړو او کډوالو د چارو عمومی رییس ویلی، چې دغه کډوال افغانستان ته د لېږلو په نیت کمپونو ته انتقال شوی دی. نوموړی دغه راز زیاته کړې، چې په تهران کې تر وروستی غیرقانونی افغان کډوال پورې به د کډوالو راټولولو لړۍ ته دوام ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له بل ګاونډی هېواد پاکستان څخه هم تېره اونۍ د افغان کډوالو د وېستنې دوهم پړاو پیل شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ