کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د افغان سوداګرو لپاره یې د ایران په چابهار بندر کې یوه آزاده سیمه جوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند ويلي، د دغې سیمې په جوړېدو سره په یاد بندر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو د مصوونیت په برخه کې ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا دغه سیمه د چابهار او بندر عباس د بندرونو له لارې د صادراتو او وارداتو د زیاتوالي تر څنګ ډېرې اسانتیاوې رامنځته کوي.
بل لور د سوداګرۍ او پانګونې خونې له ګاونډيو هېوادونو سره د صادراتو او وارداتو په تړاو په هراخیزو څېړنو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې، چې باید د سیمې په هېوادونو کې د افغانستان د صادراتي توکو د ښې سیالۍ لپاره باید د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/