کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور ویلی، د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګری د پام وړ کمه شوې ده.
نوموړی دغه څرګندونې تېره ورځ په لاهور کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خانجان الکوزی په مشرۍ له پلاوی سره په کتنه کې کړې دی.
انور ټینګار کړی چې اسلام آباد او کابل باید د سوداګرو ترمنځ د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره ګډ او کوټلی ګامونه پورته کړی.
د نوموړی په خبره، دا مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه ۵۲۲ میلیونه ډالره ده.
خانجان الکوزی هم په دې کتنه کې ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو سوداګرو ترمنځ باید سوداګریزې تبادلې تر بل هر وخت زیاتې شی.
نوموړی زیاته کړې چې اوسمهال د افغانستان له لارې د پاکستان ۵ میلیونه ټنه تازه مېوه منځنۍ آسیا ته صادریږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ