کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په هرات ولایت کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ مسؤولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې د ماشومانو د درملنې لپاره یو ځانکړی روغتون جوړوی.
د بې پولې ډاکترانو د دفتر رییس بنجامین د هرات له والی سره په کتنه کې دغه راز ویلی، چې د یاد روغتون د جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شی.
نوموړی د خپلو فعالیتونو په پراختیا هم ټینګار کړی او د هرات لپاره یې د یاد دفتر د راتلوونکی پلان په اړه معلومات ورکړی دی.
په ورته وخت کې د هرات والی په دې کتنه کې د هرات لپاره د یاد بنسټ د بشردوستانه مرستو له امله مننه کړې او په دې برخه کې یې د سیمه ییزې ادارې د هر اړخیزو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ