د خوړو او درملو ملی ادارې په بلخ کې څانګه پرانیستله

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۴مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې مسؤولینو خبر ورکړی، چې په بلخ کې یې د تاریخ تېرو او بې‌ کېفیته درملو د وارداتو د مخنیوی او له بازار څخه د څار په موخه یوه څانګه پرانېسته.

د خوړو او درملو ملی ادارې رییس بلخ کې د یادې څانګې د پرانېستلو پرمهال ویلی، چې د خوړو او درملو ادارې د دې څانګې له پرانېستلو یې موخه د باکېفیته خوړو او درملو د وړاندې کولو څرنګوالی څخه څارنه ده.

په ورته مهال د بلخ محلی مسؤولینو هم د یادې څانګې له پرانېستلو د هرکلی ترڅنګ، هېواد کې د باکېفیته درملو د تولیداتو پر ډېروالی ټینګار کړی دی.

د خوړو او درملو ملی ادارې د رییس په وینا، یاده اداره هېواد کې د درملو تولیدی شرکتونو د ملاتړ لپاره هڅې کوی او په وینا یې دا مهال هېواد ۷۶ کارخونې د درملو تولید برخه کې فعالې دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.