کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولینو د دغه ولایت په ولایتی روغتون کې د نری رنځ د تشخیص لپاره د جن اکسپرټ په نوم د دستګاه فعالېدو خبر ورکړی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤولینو د یادې دستګاه د پرانیستلو پر مهال ویلی، چې په ولایتی روغتون کې د UNDP مؤسسې له لوری د ۲۰ زره امریکایی ډالرو په لګښت د نری رنځ د تشخیص لپاره د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې ده.
د مسؤولینو په خبره تردې وړاندې به د فراه مېشتو خلکو د نری رنځ د تشخیص لپاره لرې ولایتونو ته سفرونه کول او ډېر لګښتونه پرې لګېدل، خو اوس د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د UNDP مؤسسې پر مالی همکارۍ د دغه ولایت په ولایتی روغتون کې د جن اکسپرټ دستګاه فعاله شوې چې ورسره به ډېرې آسانتیاوې رامنځته شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ