ګهیځ: نن دوشنبه (د لیندۍ ۲۹مه) د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکی وایی، سږکال د تېر کال په پرتله هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه لوړه شوې ده.
د دغې خونې چارواکی زیاتوی چې سږکال له یو شمېر خنډونو او بندیزونو سره سره هند ته د افغان توکو صادرات لوړ شوی دی.
خان جان الکوزی ویلی چې افغانستان په روان کال کې هندوستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات کړ.دا په داسې حال کې ده چې تېر کال دغه شمېر شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېده.
هغه ویلی چې هند ته په صادر شویو توکو کې وچه او تازه میوه، قیمتی بوټی او نور توکی شامل دی.
گهیځ