روان زېږدیز کال کې د کرونا نږدې ۴زره مثبتې پېښې ثبت شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسؤولینو ویلی، چې د روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال له پېله تر اوسه په ټول هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ نږدې ۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې دی.

 د یاد وزارت ویاند وایی، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په پرتله د کرونا ویروس د مثبتو پېښو کچه کمه شوې ده.

 بلخوا د افغان – جاپان د ساری ناروغیو د روغتون د کوویډ-۱۹ څانګې مسؤولین وایی، په تېره یوه اوونۍ کې د ترسره شویو ۸۹ معایناتو له ډلې ۲۷ یې مثبتې وې.

افغان- جاپان د ساری ناروغیو روغتون له ۲۰۱۹ زېږدیز کال راهیسې تر اوسه پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه کوی.

د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ ناروغانو د تشخیص او درملنې څه باندې ۱۰۰ مرکزونه فعالیت لری.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.