کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو او درملو ملی ادارې رییس په بلخ کې د خوړو او درملو ادارې د پرانېستنې په مراسمو کې ویلی، هر کال د شاوخوا یو میلیارد افغانیو په ارزښت درمل اخیستل کیږی، چې له دې وروسته به د ولس پیسې په درملو نه، بلکې په ښو خوراکی توکو مصرفیږی.
د خبر پر بنسټ ډاکټر عبدالباری عمر زیاته کړې، یاده اداره په هېواد کې د ټولو خوراکی توکو او درملو د کنټرول او ولس ته د ښو خدمتونو په موخه رامنځته شوې او په دې برخه کې به هر اړخیزې هلې – ځلې وکړی.
نوموړی ویلی، دا مهال په هېواد کې ۷۶ د درملو لویی او وړې تولیدې فابریکې فعالیت کوی، چې د هېواد ۲۵ سلنه اړتیاوې پوره کوی.
د مسؤولینو په وینا هیله مند دی، چې په راتلونکی کال کې به د درملو د تولید ۶ نورې لویې کارخونی هم جوړې شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ