د هوا پېژندنې ادارې په ۲۴ ولایتونو کې د اورښت اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې د اورښت او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې نن پنجشنبه په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، ارزگان، خوست، پکتیا، لوګر، غزنی، دایکندی، اورزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان، پنجشېر، ننګرهار، کونړ، نورستان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د باران اټکل شته. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوی په بېلابېلو سیمو کې به د باران اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملی مترو پورې وی.

د هواپېژندنې ادارې دا اټکل داسې مهال ورکړی چې په دې وروستیو ورځو کې په یو شمېر ولایتونو کې د اورښتونو له امله ګن شمېر خلکو ته ځانی او مالی زیانونه اوښتی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.