د کابل – جلال آباد پر لار ترافیکی پېښه کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکی پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دا پېښه تېره ورځ د کابل په سروبی ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو کرولا موټر له غره سره ټکر وکړ، چې له امله یې ۵ تنه مړه شول او یو بل کس ټپی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکی پېښې زیاتې شوې او لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره خلکو لخوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.