په پاکستان کې د بلوچستان یوې محکمې د محمود خان اڅکزی د نیولو امر کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې یوې ځایی محکمې د دغه هېواد د پښتونخوا د ملی عوامی ګوند مشر “محمود خان اڅکزی” د نیولو امر کړی دی.

د دغه ایالت عدلیی منتظم د هغې قضیې په لړ کې د محمود خان اڅکزی د نیولو امر کړی، چې په ګوالمنډی سیمه کې ثبت شوې ده.

د یادونې ده، چې کله محمود اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ مقام ته کاندید شو، نو پولیسو یې پر کور چاپه وهلې وه او د نوموړی شخصی ساتونکی یې نیولی وو.

د ځایی پولیسو په وینا د محمود خان اڅکزی هستوګنځی ته ځکه پولیس ورغلی وو، چې د نوموړی کور ته نژدې د ځمکې یوه ټوټه غصب شوې وه، خو کله چې پولیسو د غصب ختمولو لپاره فعالیت پیل کړ، مخه یې نیول شوې وه، په داسې حال کې چې په خپله اڅکزی هغه مهال په اسلام اباد کې ؤ.

پولیسو په دولتی چارو کې د لاسوهنې، دولتی ځمکې غصب او یو شمېر نورو قانونی مادو له مخې د قضیې اسناد محکمې ته سپارلی وو او یادې محکمې بیا له دې امله د محمود خان اڅکزی د نیولو امر کړی، چې نوموړی دغې محکمې ته نه دی حاضر شوی.

دا پداسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشرانو هغه مهال تور پورې کړی وو چې محمود خان اڅکزی د پاکستان د پارلمان په غونډه کې د دې هېواد د وروستیو ټاکنو په ترڅ کې د درغلیو په اړه حقایق بیان کړل او په دې اړه یې مسؤول کسان هم په ډاګه کړل، نو ځکه یې په غبرګون کې یې حکومت د شپې پر کور چاپه ووهله.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.