کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده د چنګاښ میاشتې تر لسمې نېټې تمدید شوه.
د خبر پر بنسټ، دا پرېکړه د پاکستان د لومړی وزیر شهباز شریف په مشرۍ پرون د کابینې په غونډه کې شوې ده.
پاکستان وایی، د دې مودې په غځولو سره کډوال کولی شی چې زده کړو، بانکی او روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی ولری.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو د ادارې په وینا، په پاکستان کې یو میلیون او ۴ لکه راجسټر شوی افغان کډوال ژوند کوی.
د ملګرو ملتونو د پروسږکال د احصایې له مخې، په پاکستان کې د ټولو افغان کډوالو شمېر نږدې درې میلیونه او ۷ لکو ته رسیږی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ