کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه سرحد چې دوه ورځې وړاندې د افغان حکومت د پوله ساتو ځواکونو له خوا د ځینو ایرانی پوله ساتو ځواکونو د نیولو په اعتراض کې د باروړونکو موټرو پرمخ د ایران لخوا تړلی شوی ؤ، اوس د فراه ولایت ځایی چارواکو خبر ورکړی، چې یاد سرحد پرانستی دی او د مسافرو او باروړونکو موټرو تګ – راتګ په عادی توګه جریان لری.
درې ورځې مخکې شپږ ایرانی پوله ساتی ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر راننوتو وروسته په فراه کې د سرپرست حکومت د پوله ساتو ځواکونو له خوا ونیول شول او له څو ساعتونو وروسته بېرته آزاد کړل شول.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ