کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پولیو څخه پاک افغانستان موسسې ویلی، سبا دوشنبه به په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شی.
دغې موسسې په یوه خبرپاڼه کې لیکلی، په دغه پروګرام کې ماشومانو ته)ویټامن( A هم په پام کې نیول شوې ده.
له پولیو څخه پاک افغانستان موسسې خلکو ته سپارښتنه کړې، چې خپلو ماشومانو ته د ویټامین A لرونکی خواړه ورکړی، چې له دغې ناروغۍ وژغورل شی.
افغانستان او پاکستان د نړۍ او سیمې په کچه هغه دوه هېوادونه دی، چې د پولیو په له منځه وړلو کې لا هم نه دی بریالی شوی.
د روغتیا نړیوال سازمان تر دې مخکې ویلی وو، چې له پاکستانه د افغان کډوالو وېستل او د خلکو پراخ تګ – راتګ په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو ګواښ زیات کړی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ