پر افغانستان بندیزونه؛ واشنګټن پوسټ وایی د پای ته رسولو غوښتنې یې ډېرې شوی دی

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) په افغانستان کې له اقتصادی ستونزو سره هم مهاله پر بایډن او امریکایی حکومت د بندیزونو د لرې کولو لپاره فشارونه ډېر شوی دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلی چې د امریکا د کانګرس ګڼ شمېر غړو، په امریکا کې د بشری حقونو فعالو بنسټونو او ځینې ادارو په جلا لیکونو کې د بایډن له ادارې پر افغانستان د اقتصادی فشارونو د کمولو غوښتنه کړې ده.
سرچینه کاږی پر بایډن فشارونه ډېر شوی او ښایی دې ته اړ کړل شی چې د افغانستان کنګل شوې پانګه ازاده کړی او یا هم پر نورو لارو چارو غور وکړی.
له کله نه چې اسلامی امارت په افغانستان کې واک ته ورسېد د بایډن ادارې پرېکړه وکړه چې د دغه هېواد شاوخوا ۹ میلیارده ډالر پانګه کنګل کړی.
دې چارې د افغانستان په اقتصادی چاپېریال کې بې باوری رامنځ ته کړه، چې نه یوازې د پانګو د تېښتې سبب شوه بلکې په هېواد کې یې اقتصادی کړکېچ ته لار پرانسته.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.