کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار ولایت مقام له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دغه ولایت کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سترو ټولګټو پروژو چارې ګړندۍ شوې دی.
دغه ولایت کې د ښاروالۍ مسوولینو ویلی، د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین بولدک بازار له مرکزی څلور لارې څخه د وېش بازار تر پایه د سړک د دواړو غاړو د جوړولو او د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د پاکو اوبو د یوې لویې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دی.
بل لور ته د هېواد جنوب لوېدیځه حوزه کې د ملګرو ملتونو اړوند د پرمختیایی پروژو مسوول جیسن هانډینا د کندهار مرستیال والی سره په کتنه کې د کندهار په خاکرېز، تخته پُل، غورک او سپین بولدک ولسوالیو کې د یوه ـ یوه چېکډېم د جوړولو ژمنه هم کړې ده.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ