کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ویلی، چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله درانه مالی زیانونه اوښتی دی.
د نوموړی په خبره دغه ولایت کې ۱۶ زره ۵۲۵ جریبه کرنیزه ځمکه د غنمو، سبو او هندوانو فصلونه د سېلابونو او بارانونو له امله لمنځه تللی دی.
د ده په خبره ۵۰۷ اصله مېوه لرونکی، ۲۰۸۵ اصله بې مېوې ونې، ۸۳ بندونه، ۸۲ ویالې او ۱۳ زره ۵۲۴ متره کانالونه تخریب شوی دی.
د کرنې ریاست ویاند زیاته کړې، چې په ننګرهار کې۳۰ پایې د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۱ سوه ۳۴ سره غواګانې، وزې او پسونه هم د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله تلف شوی دی.
نوموړی ویلی، د ننګرهار کرنې ریاست له اړوندو ادارو سره په همغږۍ هڅه کوی، چې د سېلابونو له امله دغو زیانمن شویو خلکو لاسنیوی برخه کې بېړنی اقدامات ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ