په تېرو څو ورځو کې د باد او باران تېزې لړۍ د هېواد په اکثره ولایتونو کې خلک پرېشانه کړی او آن په ځینو سیمو کې خلکو ته د مرګ ژوبلې اوښتو سبب هم شوی دی.
د وروستیو رسنیزو راپورونو له مخې د روان لمریز کال د ثور د میاشتې په نهمه نېټه د هېواد د مرکزی سیمې په څو ولایتونو کې د واورې اورښت خلکو ته یو لړ مالی زیانونه اړولی او د روان پسرلی په موسم کې د یخ څپې د دغو سیمو باغداران او بزګران د میوو او کښتونو د یخ وهنې په څېر له ستونزو او آفتونو سره مخ کړی دی.
د هېواد په څو ولایتونو کې د بې وخته واورې تر دغه اورښت وړاندې مونږ شاهدان وو چې پرله پسې بارانونو او ورسره په ځینو سیمو کې سیلابونو او په ویالو او سیندونو کې د اوبو ډېرښت هم خلکو ته ستونزې زېږولې وې او آن په یو شمېر ولایتونو کې یې ولسی وګړو ته د سر او مال زیان هم اړولی ؤ.
که څه هم له یوه اړخه دا نوې خبره نده، په افغانستان غوندې هېواد کې د سیندونو د اوبو زیاتېدل او مسلسل اورښتونه هر کال وګړو ته د سر او مال تاوان اړوی او د خلکو کښت او زراعت ورسره زیانمنېږی، خو د لمریز کال د دوهمې میاشتې په مینځ کې پلازمینې ته په نژدې سیمو کې د واوورې اورېدل، په طبیعی توګه نادره پېښه ګڼل کېږی او پدې تړاو د بزګرو او باغدارانو خواریو او هلوځلو ته په کتو سره د اندېښنې وړ ګڼل کېدای شی.
د دې تر څنګ دا خبره هم په خپل ځای د اندېښنې وړ ده چې ولس او هېواد مو دا څو کاله پرله پسې د دغسې طبیعی پېښو څخه زیانمن کېږی او پر انسانی تلفاتو سربېره یا د هغوی کورونه او هستوګنځی سیلاب ونړوی یا یې هم کښت او زراعت ته چې په اکثره سیمو کې د هغوی د یوه کال د عاید یوازینۍ سرچینه ده، د سیند په اوبو لاهو شی، د دوی د یوه کال د خوارۍ او زحمت ثمره د سیلاب خړې اوبه ورسره یوسی او دوی د کال په آخر کې تش لاس پرېږدی.
پر دې ټولو سربېره سږ کال د هېواد په سړو سیمو کې د باغونو او کرکیلی په دغه موسم کې د معمول خلاف د واورې اوریدلو او د یخنۍ د څپې را کوزیدلو هم زمونږ بزګر او باغداران پرېشانه کړل او داسې ښکاری چې سږکال به خلک ونشی کولای د خپلو هڅو او زحمت نتیجه، هسې ترلاسه کړی لکه څه ډول یې چې انتظار درلود.
که څه هم دا ډول یا دې ته ورته نورې پېښې د نړۍ په اکثره هېوادونو کې په بېلا بېلو ډولونو رامنځ ته کیږی، چېرته وچکالی راشی، چېرته سیلابونه او په یوه بل ځای کې بیا زلزلې او نورې طبیعی پېښې خلکو ته د سر او مال زیان واړوی، خو دې ته په کتو سره چې د افغانستان وګړی په عمومی توګه د یوه کمزوری اقتصاد خاوندان دی او د ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې د اکثره وګړو د یوه کال د خوارۍ او زیار نتیجه او د هغوی د یوه کال د کور خرڅ او عاید همدغه کرهنیز محصولات جوړوی، ګرانه ده چې تر بل کال پورې او د کښت او زراعت تر بل موسم پورې دې وکولای شی دا اوږده موده له صبر او زغم سره په آرامۍ تېر کړی.
بل اړخ ته دا هم د پاملرنې وړ ده چې په هېواد کې متأسفانه پرله پسې جګړو او نا آرامیو د هېوادوالو د ټولنیز ژوند نورو اړخونو ته د زیان رسولو تر څنګ، د هغوی کمزوری اقتصاد او زراعت هم اغېزمن کړی او د بېکارۍ او وزګارتیا آفت هم افغانان په بې رحمۍ سره ځپلی دی چې د دې ډول طبیعی پېښو رامینځ ته کېدل هغوی نور هم اغېزمن کوی او پر روح او روان یې بده اغېزه پرېږدی.
دې ټولو ته په کتو اوس په کار ده چې که په هېواد کې د دې ډول طبیعی پېښو او سماوی آفتونو مخه نشی نیول کېدای او بزګر او باغدار هېواد وال مو یې له منګولو نشو ژغورلای، پدې اړه فکر او سوچ وکړو چې د خپلو وګړو کمزوری اقتصاد له کومو بدیلو لارو تقویه کړو او څه ډول وکولای شو هغوی ته د دا ډول پېښو د رامینځ ته کېدو پر وخت له غوره او متبادلو لارو د کار اخیستنې لارښوونه وکړو تر څو یوې خواته هغه بزګر او باغدار هېوادوال چې د ټول کال د خوارۍ پایله یې په اوبو لاهو شوې له اقتصادی اړخه د ژوند تېرولو جوګه شی او له بل اړخ نه مو په ټولنه کې د سوالګرۍ او خیر ټولونې هغه ناوړه فرهنګ له مینځه ولاړ شی چې متأسفانه د تېرو څو لسیزو پرله پسې جګړو او ورانیو دلته رواج کړی دی. که دا ونکړو یقینی خبره ده چې په هېواد کې به مو هم فقر او غربت او هم د سوالګرۍ دغه ناوړه دود، ورځ تر بلې پیاوړی کېږی او ټولنیزې ستونزې به مو د هوارۍ پر ځای ډېرېږی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ