بریتانیا د خپل پوځ په لیکو کې د پخوانیو افغان کمانډویانو د جذب په لټه کې ده

ګهیځ: نن سې شنبه (د لیندۍ ۳۰مه) د خپرو شوو راپورونو له مخې، بریتانیا د افغان پوځ د هغو کومانډویانو د جذب په لټه کې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده وتلی دی.
بزنس اینسایډر نشریې ویلی چې بریتانیا غواړی له یادو پوځیانو څخه په خپل پوځ کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ډله جوړه کړی.
بزنس اینسایډر په خپل راپور کې ویلی چې امریکا ډېری هغه کومانډویان له ځان سره ایستلی دی چې په وروستیو کې یې له طالبانو سره سختې جګړې کړې دی. راپور کې دغه راز راغلی چې، بل خوا بریتانیا غواړی چې د افغان کومانډویانو څخه د خپل پوځ په لیکو کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړی.
بریتانیا هغه هېواد دی چې ډېر افغانان په کې مېشت دی.
د یادونې وړ ده چې اوس هم د بریتانیا په پوځ کې د بهرنیو وګړو یوه ځانګړې ډله شته چې د ګورخا په نامه یادېږی او شمېر یې شاوخوا ۳۵۰۰ ته رسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.