کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پېښور کې د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خېبر پښتونخوا کې د اورښتونو له امله د ځانی او مالی زیانونو خبر ورکړی دی.
د دغې ادارې د راپور له مخې، تر اوسه په دغه پېښو کې ۱۷ کسان مړه او ۲۳ نور ژوبل شوی دی.
په راپور کې راغلی، چې په وروستیو اورښتونو کې تر ټولو زیات ځانی او مالی زیان د باجوړ خلکو ته اوښتی دی.
دغه اداره وایی، په بېلابېلو ولسوالیو کې د بارانونو له امله ۱۴۸ څاروی هم تلف شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ