کرنې وزارت په ۲۵ ولایتونو کې د څارویو د انټروټوکسیمیا واکسین کمپاین پیل کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ۲۵ ولایتونو کې د څارویو د انټروټوکسیمیا واکسین کمپاین پیل کړ.

دغه واکسین د څارویو د مړینې د مخنیوی په موخه دی چې په څارویو کې د داخلی چینجیو د له منځه وړلو لپاره تطبیق کیږی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې دغه کمپاین د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چارواکو او یادې موسسې له لورې د کابل له ولایت څخه پیل شو.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغه کمپاین د هېواد په ۲۳۹ ولسوالیو کې پلی کیږی، چې له لارې به یې یو میلیون ۴۳۴ زره ۵۰۰ څاروی د پسرلی په موسم کې او یو میلیون څاروی د منی په موسم کې، چې د دغې ناروغۍ د ډېرېدو احتمال په کې ډېر دی، د انټروټوکسیمیا پر وړاندې واکسین شی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.