کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۲مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سټنډرډ ملی ادارې ایران ته د ۳۳ ټانکره بې کېفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی.
یادې ادارې ویلی، چې تېره ورځ یې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۳۳ ټانکره بې کېفیته تیل چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ایران ته مسترد کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملی ادارې په خورا جدیت د بې کېفیته تېلو د واردولو د مخنیوی لپاره عملی ګامونه پورته کړی.
یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کېفیته توکی وارد کړی، کنه نو له ورته قانونی چلند سره به مخ شی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ