کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو ویلی، چې د تېر ۱۴۰۲ کال پر مهال له افغانستانه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د ۱۷ میلیونه ۴ زره ۳۸۰ امریکایی ډالرو په ارزښت قالینې صادرې شوې دی.
د یاد وزارت د صنعتی پارکونو عمومی رییس په کندهار کې د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم د کورنیو تولیداتو یو جوړ شوی نندارتون ته د وینا پر مهال ویلی، چې دغه صادرې شوې غالۍ ۳۱ هېوادونو ته ۹۹۴ زره ۵۷۵ متره مربع په اندازه دی.
هېره دې نه وی چې کندهار کې کورنیو تولیداتو ته د بازار موندنې په موخه د «وطن تولید د وطن ویاړ» په نوم نندارتون پرانیستل شوی، چې ټاکل شوې درې ورځې به دوام وکړی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ