کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستانی پوځیانو د چمن پر پرلت کوونکو برید کړی دی.
ځایی سرچینو ویلی، پرلت کوونکی د چمن – سپین بولدک د لارې خلاصون په موخه چمن کې د یوه پوځی مرکز مخې ته ورټول شوی وو، چې پاکستانی پوځیانو پرې برید کړی دی.
د سرچینې په وینا برید کې ۴ پرلت کوونکی وژل شوی او ۲۱ نور ژوبل دی.
د پاکستان حکومت ویلی، د دغې پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړی دی.
په چمن کې د روان پرلت مسوولینو د دغه پېښې د عاملانو د نیولو او محاکمې غوښتنه کړې.
په چمن کې د ۲۰۲۳م کال له اکټوبر میاشتې راهیسې پرلت روان دی او د پرلت غړی غوښتنه لری چې افغانستان ته دې د تګ – راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط لرې کړای شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ