کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ بدخشان کې یو شمېر خلک د هغو امنیتی ځواکونو پر لور هجوم ور وړ، چې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت په له منځه وړلو بوخت وو.
که څه هم د دغې پېښې په اړه بشپړ جزیات رسنیو ته نه دی په ډاګه شوی، خو د افغان حکومت ویاند ذبـ.ـیح الله مـ.ـجاهـ.ـد ویلی، د بدخشان پېښې لپاره لوړ رتبه هیئت ټاکل شوی، تر څو د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړی او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړی.
د نوموړی په خبره د کوکنارو کښت لمنځه وړل د حکومت د امیر فرمان دی، چې هېڅ سیمه به له دغه فرمان څخه مستثنی نشی.
د مـ.ـجاهد په وینا یاد هیئت د ریاست الوزرا مقام له لوری د ملی دفاع وزارت د ستر درستیز قاری فـ.ـصیح الـ.ـدین فـ.ـطرت په مشرۍ ټاکل شوی، چې د هیئت په ترکیب کې له فرامینو او حکمونو څخه د تعقیب او نظارت لوی رییس مـ.ـولوی شـ.ـمس الدین شریـ.ـعتی، د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې مـ.ـعین ملا عـ.ـبدالحق، د اسـ.ـتخباراتو د عمومی ریاست مرستیال ملا رحـ.ـمت الله نجیـ.ـب او د بدخشان د علماوو شورا رییس مولوی عـ.ـبدالمـ.ـومن شامل دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ