کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال مـ.ـلا عبـ.ـدالغـ.ـني بـ.ـرادر د ټولګټو د وزیر ملا مـ.ـحمد عیسـ.ـی ثاني او د کابل د والي ملا امـ.ـین الله عـ.ـبید په ملتیا د کابل – سروبي لته بند سړک څخه لیدنه کړې.
د دغې لیدنې پرمهال ملا برادر ویلي، د ټولګټو وزارت پلان لري چې تر راتلونکو څو ورځو د لته بند له لارې د کابل – سروبي پاتې چارې پیل کړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې سړک د رغولو چارې به په ټاکلې موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ننګرهار ته د سفر پر مهال د یاد سړک د جوړولو ژمنه وکړه، ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې به یې عملي چارې پیل شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/