ننګرهار کې د ۱.۱ میلیون ډالرو په ارزښت پراختیایی پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر، سیمه ییزو مسوولینو او د جاپانی «PMS» موسسې استازو د ننګرهار په بالا کوټ ولسوالۍ کې یوه ټولګټه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارله.

دغه پروژه چې پرې ۱.۱ میلیونه امریکایی ډالره لګښت راغلی، د یو سربند او د اوبولګولو یو کانال بیارغول په کې شامل دی.

ویل شوی چې د یادې پروژې په تطبیق سره، ۶۰۰ جریبه ځمکه په دایمی او ۲۲۵۰ جریبه ځمکه په موسمی ډول تر اوبو لګولو لاندې راغلې او همدا رنګه ۶ زره کورنۍ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ورڅخه برخمنې شی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.