کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په بادام باغ کې د کرنې وزارت له لوري د کرنیزو محصولاتو لپاره جوړ شوی څلور ورځنی نندارتون او د بزګر جشن پای ته ورسېد.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت مسوولین دغه نندارتون له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي، چې په دغه نندارتون کې د خصوصي سکټور ترمنځ د همکارۍ څو هوکړې هم لاسلیک شوې.
د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوالو هم ویلي، چې په نندارتون کې یې ګټه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده تر راروانې یوې اونۍ د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ په کابل کې د بېلابېلو کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/