روسیې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته چمتووالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتری ژیرنوف سره کتلی.

د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د روسیې سفیر ویلی، روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده. نوموړی زیاته کړه، چې د سرپرست حکومت او روسیې د دوه اړخیزو همکاریو او تعامل پراختیا کولی شی د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادی پیاوړتیا سره مرسته وکړی.

د روسیې سفیر دغه راز د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال ته د تاتارستان په کازان کې په جوړېدونکې نړیواله ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

د ده په خبره د سرپرست حکومت او روسیې همکارۍ او تعامل د سیمې له ثبات سره مرسته کوی.

په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت سیاسی مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکی مهمې او دوستانه وبللې او له روسی پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.