افغان حکومت له نړیوالو غوښتی، چې بشری مرستې دې له سیاستونو سره نه تړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د روغتیا نړیوال سازمان او یونېسف ګډ لوړپوړی پلاوی سره د کتنې پرمهال افغانستان کې د پولیو ضد د هڅو ترڅنګ د افغانستان او سیمې ترمنځ د روغتیا په اړه خبرې کړی.

نوموړی له پاکستان سره د روغتیا ډیالوګ په برخه کې ګډ کار ته چمتووالی ښودلی او ویلی یې دی، چې روغتیا، زده کړې، اقتصاد او بشری مرستو مسایل دې سیاست سره نه تړل کیږی.

سرپرست وزیر زیاته کړې، د پولیو پر ضد مبارزه د سرپرست حکومت لومړیتوب ده.

د ده په خبره، د پولیو مسأله په بشپړ ډول بشری ده او له سیاست سره دې تړاو نه ورکول کیږی.

نوموړی ټینګارکړی، چې ملګری ملتونه باید د روغتیا نړیوال سازمان کې د افغانستان استازی ومنی، څو مرسته وکړی چې نړیوال د افغانستان د روغتیا په برخه کې رښتینی انځور ترلاسه کړی.

په دې کتنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخی ویلی، پر داسې یوې طرحې کار کوی، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ د روغتیا ډیالوګ ته زمینه برابره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.