د اسراییلو پوځ تېره شپه د غزې په رفح سیمه باندې بریدونه پیل کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې اسراییلی اشغالګرو په رفح سیمه باندې تېره شپه خپل بریدونه پیل کړل.

دا بریدونه وروسته له هغه کیږی، چې د اسراییلو کابینې پر رفح باندې د پوځی عملیاتو اجازه ورکړه.

تر دې بریدونو وړاندې حـ.ـماس ډلې اعلان وکړ، چې د غزې په جګړه کې د اوربند لپاره یې د مصر او قطر لخوا وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

حمـ.ـاس په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دې ډلې د سیاسی دفتر مشر اسـ.ـماعیل هـ.ـنیه د قطر له لومړی وزیر او د مصر د امنیت له مشر سره په ټیلیفونی خبرو کې د دغه پلان د منلو اعلان وکړ.

اسراییلی چارواکو په رفح تر بریدونو وړاندې هم ویلی وو، چې حـ.ـماس د مصر لخوا د اوربند د وړاندیز تعدیل شوې طرحه منلې چې دوی ته د منلو نه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.