کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د فوټسال لوبډلې د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا په نوې اعلان شوې نړیواله درجه بندۍ کې۳۰م ځای خپل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان یو کال وړاندې په ۱۰۰م ځای کې و.
افغانستان وروسته له هغه دا پرمختګ تر لاسه کړ چې د آسیا د فوټسال په اتلولۍ سیالیو کې یې عراق، قرغزستان او بحرین مات کړل، له کوېټ سره مساوی شو او له ایران او تاجکستان څخه یې ماته وخوړه.
افغانستان د آسیا په اتلولۍ سیالیو کې چې د اپرېل په ۲۸مه په تایلند کې پای ته ورسېدې، د اسیا د لوبډلو تر منځ پنځم مقام خپل کړ او وتوانېد د فوټسال نړیوال جام ته هم لار پیدا کړی.
د یادولو وړ ده، چې د نړۍ په کچه د فوټسال په درجه بندۍ کې په لومړی مقام د برازیل، دوهم د پرتګال، درېیم د هسپانیې او څلورم بیا د ایران دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ